د کابل ښار په درېیمه ناحیه کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۹:۲۹
ناحیه 3

۱۴۴۷/۱۲/۲۱

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د پروژو د تطبیق د کنټرول کیفیت د عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د دوامدارو نظارتي پلانونو په لړ کې

د کابل ښار درېیمې ناحیې اړوند په کارته سخي، ده بوري او د سیلو په ځینو سیمو کې د ساختماني پروژو څخه نظارت او ارزونه ترسره کړه.

د نظارت پر مهال هغه ساختماني پروژې وڅېړل شوې چې د نافذه قوانینو، منظور شوو ښاري پلانونو او د ګاونډیانو د حقونو د نقض احتمال پکې موجود و.

 همدارنګه د هغو ودانیو وضعیت وارزول شو چې د غیرقانوني کړکیو د جوړولو په څېر احتمالي تخلفات پکې لیدل کېدل.

د څېړنو په پایله کې د هغو ساختماني پروژو چارې ودرول شوې چې د نافذه قوانینو او ښاري اصولو خلاف یې فعالیت کاوه.

 سربېره پر دې، له هغو مالکینو څخه چې د خپلو پروژو قانوني اسناد، جوازونه او اړوند مدارک یې نه وو وړاندې کړي، غوښتنه وشوه چې خپل اسناد د ښاري تخلفاتو د څېړنې ریاست ته وسپاري، ترڅو له دقیقې ارزونې او د منظور شوو پلانونو له تطبیق وروسته د اړتیا په صورت کې قانوني اقدامات ترسره شي.

د یادو نظارتونو موخه د ښاري پلانونو مطابق د ودانیو جوړول، د بې ‌نظمۍ پراختیا او اضافي تراکم مخنیوی، د ښاري نظم تأمین، د ګاونډیانو د حقونو او شخصي حریم ساتنه، د ساختماني کیفیت لوړول او د ښاري مدیریت پیاوړتیا ده.

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست ټینګار کوي چې د کابل ښار په ټولو ناحیو کې به د نظارت او ارزونې بهیر د ټاکل شوي پلان له مخې دوام ولري او د هر ډول تخلف پر وړاندې به د نافذه قوانینو له مخې لازم قانوني اقدامات ترسره شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۰:۲۰
Background image

د نوي کابل ښار په اډانه کې، د صنایع سبز  صنعتي ښارګوټي په پروژه کې د غیرپلاني ودانیزو فعالیتونو مخنیوی وشو

۱۴۴۸/۲/۱۱

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د ښاري تخلفاتو د مخنیوي محترم ریاست تخنیکي ټیمونو، د نوي کابل ښار د ده‌سبز سیمې په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۵:۱۷
Background image

د استقلال ښارګوټي او الشفاء روغتون د پروژو د کیفیت څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د لابراتوار محترم ریاست تخنیکي ټیم، کابل کې د استقلال ښارګوټي او الشفاء روغتون د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۳:۵۶
Background image

د هېواد په کچه د پلان جوړولو برخه کې د کور او ښار جوړولو وزارت یو بل ستر ګام اوچت کړ

۱۴۴۸/۲/۱۰

ماسټر پلان، چې د ښار راتلونکې پراختیا په منظم او معیاري ډول رهبري کوي او د ځمکو سمه او اغېزمنه کارونه تضمینوي.

سربېره پر دې، د غیرپلاني او بې‌نظمې ودانۍ مخنیوی کوي او د نفوس. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت