مهاجرینو ته د ځمکو د وېش لړۍ تر ننګرهار ورسېده او په لنډ وخت کې به یې لمن پراخه شي

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۰ - ۱۵:۸
ننګرهار

۱۴۴۷/۰۷/۲۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر، الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني، په مشرۍ او د مل پلاوي په ګډون، په ننګرهار ولایت کې د مهاجرینو په ځانګړي ښارګوټي کې پر راستانه شوو مهاجرو کورنیو د نمرو د وېش بهیر پیل شو.

محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د یادو مراسمو پر مهال، پر هېوادوالو، پانګوالو او شتمنو کسانو غږ وکړ چې د مهاجرو افغانانو د ملاتړ لپاره خپل اسلامي او ملي مسؤلیت ادا کړي او د استوګنې، بنسټیزو اسانتیاوو او زیربنایي خدماتو د برابرولو په برخه کې همکاري وکړي.

ښاغلي حیات حقاني ټینګار وکړ، چې د مهاجرینو منظم مېشت کېدل د ټولنیز ثبات، اقتصادي پراختیا او ښاري نظم لپاره ځانګړی ارزښت لري او دوی ورته ژمن دي.

دغه بهیر د شاوخوا پنځه زره راستانه شوو مهاجرو کورنیو د منظم مېشت کېدو او د دایمي استوګنې د حل لارې په موخه پیل شو.

د کور او ښار جوړولو وزارت ژمن دی، چې د مهاجرینو ښارګوټو د طرحې، نمره ‌بندۍ، زیربنایي چارو او معیاري کور جوړولو پروژې د ملي تګلارو او مسلکي معیارونو له مخې تطبیق کړي.

د دې چارې له مخې به راستنې شوې مهاجرې کورنۍ وکولای شي په خوندي، باعزته او دوامدار چاپېریال کې خپل ژوند له سره پیل کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۳۶
Background image

د کابل–بګرام سړک د برېښنا لېږد د شبکې د مسیر د بدلون له چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د نوي کابل ښار عمومي ریاست اړوند تخنیکي ټیمونو د کابل ښار د ده سبز ولسوالۍ په سیمه کې د کابل–بګرام سړک د جوړیدو سره هم مهاله د برېښنا لېږد د شبکې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۳:۵۷
Background image

د کابل–بګرام عمومي سړک د جوړیدو چارې د پرمختګ په حال کې دي او ورځ بلې ته چټکتیا مومي

۱۴۴۷/۱۲/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت، د نوي کابل ښار پراختیا د محترم عمومي ریاست د لارښوونې پر بنسټ، تخنیکي ټیمونو د کابل– بګرام سړک د جوړیدو د پروژې له روانو چارو څخه څارنه او ارزونه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۲۳
Background image

په پنجشیر ولایت کې د زندان د ودانیزو چارو له جریان څخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۲۴

د پنجشیر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د تخلفاتو د مخنیوي او د پروژو د تطبیق د څارنې تخنیکي ټیم د زندان د ودانیزو چارو له جریان څخه څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت