د مسکن برخه کې پر پانګونې بحث وشو

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۴:۲
mudh

۱۴۴۶/۰۹/۱۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو پراختیا محترم مرستیال الحاج محمد اسماعیل فائز د پښتني بانک د محترم عامل رئیس عبدالواحد رحیمي سره وکتل.

په دغه کتنه کې چې، د کور او ښار جوړولو وزارت د تخنیکي مسکن ریاست محترم چارسمبالی انجنیر محمد حریف سروري، د پانګونې ریاست محترم چارسمبالی ارشاد عمر، د برنامو د انسجام محترم رئیس انجنیر عبدالوهاب صدیقي، د اقتصادي زونونو د پراختیا ریاست محترم امر ذبیح الله نادري، د وجهي صندوق محترم امر انجنیر عجب خان انس او د پښتني بانک محترم حقوقي مشاور شمس الرحمن ګډون درلود، د مسکن برخه کې پر پانګونې یې خبرې وکړې.

د پښتني بانک مسؤلینو د یاد بانک د دندو او صلاحیتونو په تړاو معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه چې غواړي د مرابحې له لارې په افغانستان کې د مسکن د رامنځته کولو برخه کې پانګونه وکړي او له کور او ښار جوړولو وزارت سره همکاري وکړي.

ورپسې د کور او ښار جوړولو وزارت مسؤلینو هر یو په نوبت د دغه وزارت په پروژو کې د پانګونې په تړاو معلومات ورکړل او ځینې هغه ځایونه یې ورپه ګوته کړل چې، په اوسمهال کې پانګونې ته چمتو دي.

د کتنې په پای کې د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو پراختیا محترم مرستیال الحاج محمد اسماعیل فائز وویل، د کور او ښار جوړولو وزارت او د پښتني بانک ترمنځ به یو تړون لاسلیک شي چې، په راتلونکي کې هېڅ لوری زیانمن نه شي او هر لوری خپلو دندو او مکلفیتونو ته پاملرن وکړي.

په نږدې راتلونکي کې به دواړه خواوې په ګوته شوې ساحې له نږدې وګوري او تر هر اړخیزو څېړنو وروسته به پر راتلونکو  اقداماتو لاس پورې شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت له ټولو داخلي او بیروني پانګوالو غوښتنه کوي چې، د دغه وزارت په پروژو کې پانګونه وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۱:۰
Background image

له ۴۸ زره څخه زیاتو راستنېدونکو کورنیو ته د استوګنې ځمکې ووېشل شوې

۱۴۴۸/۱/۴

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې، د تیرې پنجشنبې په ورځ د هېواد په اوو ولایتونو کې ۵۵۴ راستنېدونکو مهاجرو کورنیو ته استوګنیزې نمرې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۹:۴۰
Background image

په بدخشان ولایت کې د یوې ودانیزې پروژې له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۱/۴

د بدخشان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم له لوري د یوې ودانیزې پروژې له چارو یې تخنیکي څارنه او ارزونه وشوه.

د ساحوي ارزونې او د پروژې د پرمختګ د کچې د څېړنې له. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۹:۱۶
Background image

په وردګ پوهنتون کې د بیارغونې او ودانیزو پروژو له روانو چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۱/۴

د میدان وردګ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم له لوري د وردګ پوهنتون اړوند د کرنې پوهنځي د بیارغونې پروژې، د لیلیې ودانۍ او د فرعي سړکونو او پلې لارو د جوړولو پروژو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت