د ایران اسلامي جمهوریت، له کور او ښار جوړولو وزارت سره په بېلا بېلو ښاري برخو کې همکاري کوي.

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۹ - ۹:۵۰
pic

۱۴۴۵/۰۱/۰۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د زونونو پراختیا معینیت سرپرست محترم مولوي روح الله احمدي په خپل کاري دفتر کې د ایران د لارو او ښار جوړولو وزارت له مشاور محترم سید حسین میر شفیع او له افغانستان سره په چارو کې د وزارت له استازي سره وکتل.

په دغه لیدنه کې پر دوه اړخیزو ښاري همکاریو، شرفیت لوړولو او د افغانستان د کور او ښار جوړولو وزارت په پروژو کې د پانګونو په اړه خبرې وشوې.

د ایران د لارو او ښار جوړولو وزارت محترم مشاور د ایران او افغانستان ترمنځ له نیکو او دوامداره اړیکو یادونه وکړه، چې په بېلا بېلو برخو کې یې لري او پر دوام یې ټینګار وکړ.

دغه راز په ناسته کې، د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د زونونو د پراختیا معینیت محترم سرپرست مولوي روح الله احمدي، د افغانستان پر وړاندې د ایران له نیک نیت او ښو اړیکو یادونه او مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې د افغانستان د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن جوړولو برخه کې، پلان جوړونه،  او د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې برخو کې همکاریو ته اړتیا لري.

ښاغلي مولوي روح الله احمدي وویل، د ا.ا.ا په بیا حاکمیت سره افغانستان کې په ټول افغانستان او بیا په ځانګړې توګه د کور او ښار جوړولو وزارت په پروژو کې د پانګونې لپاره بشپړه زمینه برابره شوې ده، چې ملي او نړیوال پانګوال کولی شي ګټه ترې پورته کړي.

ورپسې د ایران د لارو او ښار جوړولو وزارت محترم مشاور په خپلو خبرو کې د افغانستان هراړخیز پرمختګ د ایران په ګته وباله او زیاته یې کړه، چې دوی به له افغانستان سره په بېلا بېلو ښاري برخو او پلانونو، د ظرفیت لوړونې او دغه راز په افغانستان کې د پانګونې په موخه د پانګوالو په جلب او جذب کې همکاري وکړي.

_____________________

د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

WhatsApp:

https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh

Malgari:

https://www.malgari.com/?cache=1673066126#

 YouTube channel:

https://www.youtube.com/

Tel:

https://t.me/mudh_af

Web:

https://mudh.gov.af/dr

FB page:

https://www.facebook.com/MUDH-2303368453279461/ 

نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۹:۴۰
Background image

په بدخشان ولایت کې د یوې ودانیزې پروژې له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۱/۴

د بدخشان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم له لوري د یوې ودانیزې پروژې له چارو یې تخنیکي څارنه او ارزونه وشوه.

د ساحوي ارزونې او د پروژې د پرمختګ د کچې د څېړنې له. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۹:۱۶
Background image

په وردګ پوهنتون کې د بیارغونې او ودانیزو پروژو له روانو چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۱/۴

د میدان وردګ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم له لوري د وردګ پوهنتون اړوند د کرنې پوهنځي د بیارغونې پروژې، د لیلیې ودانۍ او د فرعي سړکونو او پلې لارو د جوړولو پروژو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۲
Background image

راستنو شويو مهاجرو کورنیو ته د استوګتنیزو نمرو د وېش کچه نږدې اته څلوېښت زره ته پورته شوه

۱۴۴۸/۱/۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، له هدایت او لارښوونې سره سم، په یوویشت ولایتونو کې پر راستنېدونکو مهاجرو کورنیو د استوګنیزو نمرو د وېش. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت