بلخ کې څه باندې ۳۷۸ زره جریبه دولتي ځمکه ثبت شوه

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۹ - ۱۲:۵
بلخ

ښار جوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د دولتي ځمکو بانک برنامې په دوام، د بلخ ولایت اړوندو سېمو په ۱۶۹ قطعو کې، ۳۷۸ زره او ۹۹ جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه ثبت کړي دي.

له دې شمېر څخه ۳۷۱۳۶۲ جریبه سپينه دولتي ځمکه او پاتې ۶۷۳۷ جریبه د دولتي ادارو تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه دي چې د دې ولایت په مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې ثبت شوي دي.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت تر دې دمه د هېواد ۳۱ ولایتونو په ۶۹۳۹ قطعو کې، ۶ مېلیونه ۸۱۱ زره او ۴۸۲ جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه د لویو پرمختیایي او اقتصادي  پروژو د پلي کېدو په موخه سروې او ثبت کړي دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۲
Background image

د کابل ولایت د اداري کمپلکس د جوړولو پر څرنګوالي خبرې وشوې

۱۴۴۸/۱/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني په مشرۍ، د یاد وزارت د اړوندو مسؤلینو او انجنیرانو په ګډون غونډه ترسره شوه.

په دې غونډه کې د کابل نوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۴:۵۳
Background image

په څلورو ولایتونو کې ۷۳۶ راستنو شویو کورنیو ته استوګنیزې نمرې ووېشل شوې

۱۴۴۸/۱/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د مهاجرینو د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې له لوري د هېواد په څلورو ولایتونو کې د تیرې یکشنبې په ورځ  ۷۳۶ راستنو شویو مهاجرو کورنیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۰:۴۳
Background image

د زابل ولایت په مرکز کې د استنادي دیوالونو د پروژو له چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۱/۱۳

د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د یاد ولایت د مرکز اړوند د شاحسن ‌خېل او مغلیزو سیمو کې د استنادي دیوالونو د جوړولو پروژو له روانو چارو څخه ساحوي څارنه. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت