لغمان کې څه باندې زره۱۹۷۰ جریبه دولتي ځمکه ثبت شوه

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۵ - ۱۰:۲۱
لغمان

ښار جوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د دولتي ځمکو بانک برنامې په دوام، د لغمان ولایت اړوندو سېمو په ۳۶۸ قطعو کې، ۱۹۷۰ زره او  ۶۵ جریبه  دولتي ځمکه او ملکیتونه ثبت کړي دي.

له دې شمېر څخه ۱۸۱۴۳۸جریبه سپينه دولتي ځمکه او پاتې ۱۵۶۲۷ زره جریبه د دولتي ادارو تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه دي، چې د دې ولایت په مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې ثبت شوي دي.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت تر دې دمه د هېواد ۳۱ ولایتونو کې په ۶۹۳۹ قطعو کې، ۶ مېلیونه و ۸۱۱ زره او ۴۸۲ جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه د لویو پرمختیایي او اقتصادي  پروژو د پلي کېدوپه موخه سروي او ثبت کړي دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۶
Background image

د کندهار ولایت د سپین بولدک بندخونې د ودانیزې پروژې له چارو څخه تخنیکي نظارت ترسره شو

۱۴۴۸/۱/۱۵

د کندهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د پروژو د تطبیق د څارنې مدیریت تخنیکي ټیم د کندهار ولایت د زندانونو د چارو د سمون ریاست اړوند د سپین بولدک. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۱:۲۹
Background image

د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د تایمني پروژې له ساحې څخه د ښاري سرغړونو په اړه نظارت ترسره شو

۱۴۴۸/۱/۱۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو ته د رسېدنې لوی ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د خپلو دوامداره نظارتي برنامو په لړ کې د کابل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۳۷
Background image

د ودانیزو توکو د «میزان اعتماد» لابراتوار تخنیکي ارزونه او د فعالیتونو کیفیت وڅېړل شو

۱۴۴۸/۱/۱۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د لابراتوار ریاست تخنیکي کمېټې د ودانیزو توکو د «میزان اعتماد» لابراتوار له تخنیکي او مسلکي فعالیتونو څخه هر اړخیزه ارزونه او تخنیکي څارنه ترسره کړه. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت