په لغمان کې د نانکځای جومات د رغولو چارې بشپړي شوې

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۸ - ۱۰:۱۰
لغمان

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د لغمان ولایت په مهترلام کې د نانکځای جومات نیمګړې چارې بشپړې کړي دي.

یاد جومات پر ۲۵۶ متر مربع مساحت ځمکه، په یو پوړ کې د ۸۰۰ مېلیونه او ۷۰۰ زره افغانیو په مالي لګښت د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د پراختیایي بودجې له‌خوا رغول شوی دی.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت  د هېواد په کچه د جوماتونو، روغتیايي کلینیکونو، دولتي ادارو، لوبغالو، کتابتونونو ، موزیم، وړکتونونو او ښوونیزو او روزنیزو ودانیو د رغولو په برخه کې د پام وړ کار کړی او د ټولګټو ودانیو  رغونه د دې وزارت په لومړیتوب کې ده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۶
Background image

د کندهار ولایت د سپین بولدک بندخونې د ودانیزې پروژې له چارو څخه تخنیکي نظارت ترسره شو

۱۴۴۸/۱/۱۵

د کندهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د پروژو د تطبیق د څارنې مدیریت تخنیکي ټیم د کندهار ولایت د زندانونو د چارو د سمون ریاست اړوند د سپین بولدک. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۱:۲۹
Background image

د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د تایمني پروژې له ساحې څخه د ښاري سرغړونو په اړه نظارت ترسره شو

۱۴۴۸/۱/۱۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو ته د رسېدنې لوی ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د خپلو دوامداره نظارتي برنامو په لړ کې د کابل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۳۷
Background image

د ودانیزو توکو د «میزان اعتماد» لابراتوار تخنیکي ارزونه او د فعالیتونو کیفیت وڅېړل شو

۱۴۴۸/۱/۱۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د لابراتوار ریاست تخنیکي کمېټې د ودانیزو توکو د «میزان اعتماد» لابراتوار له تخنیکي او مسلکي فعالیتونو څخه هر اړخیزه ارزونه او تخنیکي څارنه ترسره کړه. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت