کندوز ولايت کې به د نورجهان ښوونځی ډير ژر ګټې اخېستنې ته وسپارل شي

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱۱ - ۱۰:۳۴
کندوز

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د کندوز ولايت په قلعه‌ذال ولسوالۍ کې د نورجهان ښوونځي لپاره د ودانۍ جوړولو چارې ۹۵ سلنه بشپړې کړي او په نږدې راتلونکي کې به يې ګټې اخېستنې ته وسپاري.

د ښوونځي دا ودانۍ په ۲۵ ميليونه ۴۰۰ زره افغانيو د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د عامه او دولتي ساختمانونو د برنامې له لارې په معياري ډول رغول کيږي.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د کور جوړونې ادارې د پېش ساخت قطعاتو د توليد فابريکې په وسيله د روان لمريز کال په ترڅ کې تر اوسه د هېواد په ۲۴ ولايتونو کې ۷۵ ښوونځيو لپاره ودانۍ جوړې کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۰:۳۲
Background image

د ننګرهار ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست د اداري ودانۍ د جوړولو له پروژې څارنه وشوه

۱۴۴۸/۱/۵

د ننګرهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم له لوري د چاپېریال ساتنې ریاست د نوې اداري ودانۍ د جوړولو له روانو چارو څخه ساحوي څارنه او ارزونه ترسره شوه.

د څارنې پر. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۰:۴
Background image

د کابل ښار په میرویس میدان (کوټه سنګي) سیمه کې د ستر جامع مسجد د توپوګرافي سروې ترسره شوه

۱۴۴۸/۱/۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي ټیم له لوري د کابل ولایت د مرکز اړوند په میرویس میدان (کوټه سنګي) سیمه کې د یو ستر جامع مسجد د جوړولو په موخه د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۲۵
Background image

په فراه ښار کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۱/۵

د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري تخلفاتو د مخنیوي تخنیکي ټیم، د فراه ښار د باغ ‌پل سیمې او څلورمې ناحیې له بېلابېلو ساحو څخه ساحوي څارنه او ارزونه ترسره کړه.

یاد. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت