په هلمند ولایت کې معلولینو مجاهدینو ته د استوګنې نمرو د وېش لړۍ پیل شوه

org_admin
شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۵:۱۹
هلمند

۱۴۴۸/۲/۲۴

د اسلامي امارت د کابینې د محترم مقام د ۱۶مې مصوبې د حکم د تطبیق په موخه، په هلمند ولایت کې هغو مستحقو معلولینو مجاهدینو ته، چې د بدن دوه یا تر دوو زیات غړي یې معلولیت لري، د استوګنې نمرو د وېش لړۍ په رسمي ډول پیل شوه.

د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست له لوري د دې پروسې په پيل سره، مستحقو معلولینو مجاهدینو ته د استوګنې د مناسب ځای د برابرولو په برخه کې عملي ګام پورته شو، چې موخه یې د یادې مصوبې د حکم له مخې د هغوی د سرپناه ستونزې ته د حل زمینه برابرول دي.

د وېش د بهیر پر مهال د مستحقینو اسناد او اړوند معلومات د ټاکل شویو اصولو له مخې ارزول کېږي، ترڅو د استوګنې نمرو د تخصیص پروسه د حق‌الاولیت، روڼتیا او عدالت پر بنسټ ترسره او هر مستحق کس له خپلې قانوني او اصولي برخې برخمن شي.

د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست په پام کې لري چې د دې پروسې ټول پړاوونه د اړوندو اصولو او مقرراتو په رعایت، منظم ډول بشپړ کړي او مستحقو معلولینو مجاهدینو ته د استوګنې د ځای د برابرولو په برخه کې لازمې اسانتیاوې رامنځته کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۶:۱
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ، د ښاري پلانونو او نقشو د ویزه کولو عالي کمېسیون غونډه وکړه او پر یو شمېر مهمو موضوعاتو یې هر اړخیز بحثونه وکړل

۱۴۴۸/۴/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني په مشرۍ د ښاري پلانونو او نقشو د ویزه کولو عالي کمېسیون خپله درېیمه ناسته وکړه، چې پر یو شمېر مهمو ښاري. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۵:۱۶
Background image

په نوي کابل ښار کې د بېلابېلو ساحو له ښاري او ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د د کنترول، کیفیت او د ښاري سرغونو د مخینوي د عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست د تخنیکي ټیمونو، د منظمې او دوامدارې څارنې د پروګرام په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۳:۱
Background image

په لوګر کې د کډوالو د ښار ګوټي د درېیمې برخې له روانو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱

د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم د کډوالو لپاره د وېشل شوي ښارګوټي د درېیمې برخې له روانو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د یاد. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت