په فراه ولایت کې د خپل سرو ودانیو مخنیوی وشو

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۳ - ۱۴:۲۶
farah

۱۴۴۶/۴/۱۱

د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نصرالله استقلال وایي، د دې ریاست د تخنیکي ټيم لخوا د فراه ښار په بیلابیلو ناحیو کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه د خپل سرو کورونو د جوړیدو څخه څارنه وشوه.

ښاغلي مولوي استقلال وویل، د فراه ښار په څلورمه ناحیه کې د هغو کورونو د جوړیدو مخنیوی وشو او چارې و ځنډول شوې چې د نقشې خلاف یې ودانیزې چارې روانې وې.

په ورته وخت کې د کورونو مالکینو ته هدایت وشو تر څو د تخلفاتو د طرزالعمل له مخې نقشې جوړې او ویزه کړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري نظم او پراختیا په موخه د ودانیو له چارو څارنه کوي، تر څو ټولې ودانیزې چارې د نقشې مطابق تر سره شي.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۳۶
Background image

د کابل–بګرام سړک د برېښنا لېږد د شبکې د مسیر د بدلون له چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د نوي کابل ښار عمومي ریاست اړوند تخنیکي ټیمونو د کابل ښار د ده سبز ولسوالۍ په سیمه کې د کابل–بګرام سړک د جوړیدو سره هم مهاله د برېښنا لېږد د شبکې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۳:۵۷
Background image

د کابل–بګرام عمومي سړک د جوړیدو چارې د پرمختګ په حال کې دي او ورځ بلې ته چټکتیا مومي

۱۴۴۷/۱۲/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت، د نوي کابل ښار پراختیا د محترم عمومي ریاست د لارښوونې پر بنسټ، تخنیکي ټیمونو د کابل– بګرام سړک د جوړیدو د پروژې له روانو چارو څخه څارنه او ارزونه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۲۳
Background image

په پنجشیر ولایت کې د زندان د ودانیزو چارو له جریان څخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۲۴

د پنجشیر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د تخلفاتو د مخنیوي او د پروژو د تطبیق د څارنې تخنیکي ټیم د زندان د ودانیزو چارو له جریان څخه څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت