زابل کې څه باندې ۲۶۹ زره جریبه دولتي ځمکه ثبت شوه

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۴ - ۱۴:۵۱
زابل

ښار جوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د دولتي ځمکو بانک برنامې په دوام، د زابل ولایت اړوندو سېمو په   ۱۸۹ قطعو کې، ۲۶۹ زره او  ۹۲۷ جریبه  دولتي ځمکه او ملکیتونه ثبت کړي دي.

له دې شمېر څخه ۲۶۴۸۳۱ جریبه سپينه دولتي ځمکه او پاتې ۵۰۹۶ جریبه د دولتي ادارو تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه دي چې د دې ولایت په مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې ثبت شوي دي.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت تر دې دمه د هېواد ۳۱ ولایتونو کې په ۶۹۳۹ قطعو کې، ۶ مېلیونه و ۸۱۱ زره او ۴۸۲ جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه د لویو پرمختیایي او اقتصادي  پروژو د پلي کېدو په موخه سروې او ثبت کړي دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۹:۴۵
Background image

د خوندي اسنادو د چاپ پروژې د خاورې ازموینې له ساحوي چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۱/۱۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري تخلفاتو د رسېدنې او د پروژو د تطبیق د څارنې لوی ریاست اړوند د لابراتوار ریاست له لوري د خوندي اسنادو د چاپ پروژې په ساحه کې د خاورې ازموینې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۲:۲۲
Background image

د کابل ښار څلورمې ناحیې په تایمني تعدیلي پروژه کې څارنه وشوه

۱۴۴۸/۱/۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او ښاري تخلفاتو ته د مخنیوي لوی ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو د خپلو دوامداره څارنو په لړ کې د کابل ښار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۱:۱۰
Background image

د کابل – بګرام د عمومي او اساسي سړک د ودانیزو چارو تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۱/۹

د کور او ښار جوړولو وزارت، د نوي کابل ښار د پراختیا محترم عمومي ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم د کابل–بګرام د عمومي او اساسي سړک د ودانیزو  چارو له روان بهیر تخنیکي څارنه. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت