زابل کې د دوه رغنیزو پروژو چارې دوام لري

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۹/۷/۲۷ - ۸:۵۰
زابل

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د زابل ولایت په مرکز قلات ښار کې د تربیه معلم ۱۶ صنفي کمپلکس رغنیزې چارې ۵۰ سلنه  او همداراز د زابل پوهنتون د احاطې دیوال رغنیزې چارې ۸۵ سلنه بشپړې کړي دي.

د تربیې معلم ۱۶ صنفي کمپلکس په ۶۹۷ متر مربع ځمکه کې په درې پوړونو د ۴۱ میلیونه او ۹۰۰ زره افغانیو په ارزښت او همداراز د زابل پوهنتون د احاطې دیوال چې ۲۴۰ جریبه ځمکه احتوا کوي د ۳۹ میلیونه او ۱۰۰ زره افغانیو په ارزښت د ښارجوړولو او ځمکو وزارت له پراختیايي بودیجې جوړیږي.

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د صحي، تعلیمي او د دولت پراختیايي پروژو په تطبیق سره هېواد والو ته د خدماتو رسولو کچه لوړه کړې او په دې برخه کې یې خلکو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي دي.

###

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۱:۱۶
Background image

د کابل ښار د څلورمې ناحیې په تایمني پروژه کې د ساختماني فعالیتونو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۱/۱۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او ښاري تخلفاتو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو د خپلو دوامداره څارنو په لړ کې د کابل ښار. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۹:۴۵
Background image

د خوندي اسنادو د چاپ پروژې د خاورې ازموینې له ساحوي چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۱/۱۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري تخلفاتو د رسېدنې او د پروژو د تطبیق د څارنې لوی ریاست اړوند د لابراتوار ریاست له لوري د خوندي اسنادو د چاپ پروژې په ساحه کې د خاورې ازموینې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۲:۲۲
Background image

د کابل ښار څلورمې ناحیې په تایمني تعدیلي پروژه کې څارنه وشوه

۱۴۴۸/۱/۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او ښاري تخلفاتو ته د مخنیوي لوی ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو د خپلو دوامداره څارنو په لړ کې د کابل ښار. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت