د کور او ښار جوړولو وزیر د ننګرهار په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د مهاجرینو د ښارګوټي د خط‌ اچونې له چارو لیدنه وکړه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۰:۵۱
چمتله

۱۴۴۷/۱۱/۱۷

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني او د ننګرهار ولايت محترم والي حاجي ملا محمد نعيم اخند چې متخصص او مسلکي ټيمونو يې ملتيا کوله د ننګرهار ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ اړوند د چمتلې په ساحه کې د مهاجرینو لپاره د جوړېدونکي ښارګوټي د خط‌ اچونې له روانو چارو څخه لیدنه وکړه او د یادې پروژې تخنیکي او عملي وضعیت یې له نږدې وارزاوه.

په دې لیدنه کې، د پروژې مسؤلینو د خط‌ اچونې د پرمختګ، تخنیکي معیارونو، د ځمکو د تنظیم څرنګوالي او د پاتې کارونو په اړه تفصیلي معلومات وړاندې کړل.

د کور او ښار جوړولو محترم وزیر د چارو د لا ښه تنظیم، چټکتیا او د معیارونو د مراعت په ټینګار سره اړوندو مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وکړې، تر څو یاد ښارګوټی په منظم،  او معیاري  ډول مهاجرینو لپاره چمتو شي.

نوموړي همداراز ټینګار وکړ چې د ښارګوټو په جوړولو کې باید د اساسي خدماتو لکه سړکونو، اوبو رسونې، برېښنا او نورو ښاري اسانتیاوو ته ځانګړې پاملرنه وشي، تر څو راتلونکی استوګنیز چاپېریال د اوسېدونکو اړتیاوو ته ځواب ویونکی وي.

دغه لیدنه د مهاجرینو د اسکان د بهیر د اغېزمنتیا، شفافیت او د معیاري ښار جوړونې د تامین په موخه ترسره شوه

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۲۸
Background image

په فراه ولایت کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه د باغ پل ساحه وڅېړل شوه

۱۴۴۷/۱۲/۲۳

د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري تخلفاتو د مخنیوي تخنیکي ټیم له لوري د فراه ښار اړوند د باغ پل ساحه تر څارنې او ارزونې لاندې ونیول شوه.

یاده ارزونه د دې لپاره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

د نوي کابل ښار د پراختیا چارې په پنځه بېلا بېلو برخو کې په چټکۍ روانې دي او د بنسټیزو پروژو د کیفیت او معیاري تطبیق جدي څارنه هم دوام لري

۱۴۴۷/۱۲/۲۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني په هڅو او د لازمو اسانتیاوو او زمینې برابرولو سره، دا مهال د نوي کابل ښار په بېلابېلو برخو کې شاوخوا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۴۶
Background image

په کاپیسا ولایت کې د راستنو شویو مهاجرینو ښارګوټي د توپوګرافي سروې چارې بشپړې شوې

۱۴۴۷/۱۲/۲۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي او مسلکي ټیم له لوري د کاپیسا ولایت د مرکز اړوند د ریګ روان په سیمه کې د راستنو شویو مهاجرینو د ښارګوټي د جوړولو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت