د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست شیخ حمدالله نعماني، محصلینو ته په خطاب کې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۶ - ۱۲:۳۲
وزارت شهر سازی و مسکن

۱۴۴۶/۰۸/۰۵

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني، د کابل پولتخنیک پوهنتون کې محصلینو ته د افغانستان په تېر او راتلونکې خبرې وکړې.

ښاغلي شیخ حمدالله نعماني وویل، د ایمانونو پر تقوې کار وکړئ، ځکه په خبره یې د انسانانو او ټولنو عروج او زوال د ایمانونو تقوې او کمزورتیا پورې تړاو لري.

نوموړي محصلینو ته په خطاب کې وویل، ځان په اسلام پوه کړئ او ټول علوم زده کړ، چې د افغانستان او اسلامي ټولنې راتلونکی تاسې پورې تړاو لري.

هغه زیاته کړه، شل کاله پر افغان خاوره د اشغالګرو له لوري هر اړخیز تعصب ته کار شوی او اوس ټولنه د امید سترګې تاسې ته لري چې، باید د عروج تر لوړو څوکو یې ورسوئ.

ښاغلي نعماني وویل، غربي نړۍ هڅې کوي چې، افغانستان وروسته پاتې شي، خو اسلامي امارت به د الله ج پر دین د عمل کولو له لارې او د مسلمان افغان پر مټ دا خاوره له سیالانو سره سیال کوي.

د نوموړي ټینګار پر دې و چې، د بریا لاره یوازې پر اسلام عمل کول دي او هغه څوک به له ناکامۍ سره مخامخ شي، چې د اسلام دین پر وړاندې بې پروا شي.

د غونډې په پای کې محصلینو خپلې پوښتنې مطرح کړې، وړاندیزونه یې شریک کړل او خوښي یې څرګنده کړه چې، د اسلامي امارت مسؤلین د هېواد علمي کادرونو ته ارزښت ورکوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۴:۴۳
Background image

کابل کې د خاکجبار ولسوالۍ د مهاجرینو ښارګوټي خط اچونه تر سره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۰۸

د کابل ولایت د خاکجبار ولسوالۍ اړوند د مهاجرینو ښارګوټي د خط اچونې عملي چارې پیل شوې، چې موخه یې راستنېدونکو او زیانمنو شویو مهاجرو کورنیو ته د مناسب استوګنځای برابرول او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۳:۴۴
Background image

د کندهار د جامعه عمر پراختیایي پروژې چارې په چټک او منظم ډول روانې دي

۱۴۴۷/۱۲/۸

کندهار کې د کور او ښار جوړولو محترم ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم په دغه ولایت کې د جامعه عمر پراختیایي پروژې د روانو چارو په تړاو ډاډ څرګند کړ.

جامعه عمر پراختیایي پروژه،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۲:۳۴
Background image

د کابل ښار ۱۵مې ناحیې اړوند د خواجه رواش او شیخ زاهد ښارګوټو له ساحو تخنیکي نظارت ترسره شو

۱۴۴۷/۱۲/۰۸

د ښاري تخلفاتود مخنیوي او د ساختماني پروژو د تطبیق د کنټرول عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د دوامدارو نظارتي پروګرامونو په لړ کې، د کابل ښار. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت