د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۵:۵۹
کابل

۱۴۴۷/۱۲/۲۸

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ساختماني پروژو د تطبیق د کنټرول عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د رسېدنې ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار د څلورمې ناحیې د کلوله پشته سیمې له بېلابېلو ساحو څخه څارنه ترسره کړه.

یاده څارنه د ښاري تخلفاتو او د ښار د ساحو د کارونې د څرنګوالي د ارزونې په موخه ترسره شوه.

د څارنې پر مهال څرګنده شوه چې په یوه شنه ساحه کې یو شمېر دوکانونه په غیرقانوني ډول جوړ شوي دي، سره له دې چې څو ځلې اړوندو مسؤلینو او مالکینو ته سپارښتنه شوې وه چې خپل قانوني اسناد او مدارک د ارزونې لپاره دې ریاست ته وړاندې کړي، خو هغوی د اسنادو له سپارلو ډډه کړې وه.

له همدې امله یاده ساحه له نږدې وڅېړل شوه او د قانوني اسنادو د نه وړاندې کولو او په شنه ساحه کې د غیرقانوني فعالیتونو د دوام له امله یاد دوکانونه د نظارتي ټیم له لوري مهرولاک شول.

همدارنګه کارګران له ساحې څخه وایستل شول، ودانیز فعالیتونه ودرول شول او د اړوندو مراجعو تر وروستۍ پرېکړې پورې د کار بهیر وځنډول شو.

د یادونې وړ ده چې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي دوامداره څارنې د پلان له مخې به دا لړۍ په نورو ناحیو کې هم دوام ولري او د کابل ښار بېلابېلې ساحې به تر پوښښ لاندې راشي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۳:۵۲
Background image

د کابل ښار د ۴۰ متره سړک له ودانیزې پروژې څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۱/۲۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي لوی ریاست اړوند، د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د دوامدارو ساحوي څارنو په لړ کې د کابل ښار د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۹:۴۶
Background image

د کابل ښار د یوولسمې ناحیې له شنو ساحو څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۱/۲۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي لوی ریاست اړوند، د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي او نظارتي ټیم د دوامدارو څارنو په لړ کې د کابل ښار. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۹:۲۹
Background image

د قطر استوګنیز ښارګوټي له پروژې څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۱/۲۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي لوی ریاست اړوند، د لابراتوار ریاست رئیس او تخنیکي ټیم د دوامدارو تخنیکي څارنو په لړ کې د قطر استوګنیز. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت