د کابل ښار پراختیایي پلان او لوړپوړیزو او لږ پوړیزو ودانیو په اړه ګډه ناسته وشوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۲ - ۹:۱۸
picture

29/7/1445

د کور او ښار جوړولو وزارت او د کابل ښاروالۍ ګډه ناسته وکړه او په کې یې د کابل ښار پر پراختیا، لوړپوړیزو او لږ پوړیزو ودانیو او د زیانمن اشخاصو د حقوقو خوندیتوب په اړه بحثونه وکړل.

دغه ناسته چې د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني په مشرۍ ترسره شوه، د کور او ښار جوړولو وزارت مسؤلینو د کابل ښار لپاره د جایکا له لوري جوړ شوي ماسټر پلان په اړه دلایل وړاندې شول او د کابل ښاروالۍ د استازو له لوري د ساساکي پلان او ښاري طراحۍ پلان په اړه دلایل وړاندې شول.

له دغه بحثونو موخه دا وه، چې څنګه کېدای شي د پلانونو ترمنځ توپیرونه او ځانګړتیاوې په ګوته شي، د کابل ښار د سړکونو غځولو او انډولیزې پراختیا په موخه د جوړو شوو پلانونو تطبیق وشي، د زیانمن اشخاصو حقوق خوندي شي، او راتلونکي کې له هر نوع خپل سریو مخنیوی وشي.

ښاغلي شیخ حمدالله نعماني وویل، د لوړپوړیزو ودانیو له کبله د هغوی د چم او ګاونډ اوسېدونکي په حقوقي او تخنیکي لحاظ زیانمن شوي، چې باید حقوق یې ورکړل شي.

نوموړي د کابل ښاروالۍ ته دنده وسپارله، چې د کابل ښار د زیان منونکو اوسېدونکو د حقوقو د اعادې لپاره دې پر یوه طرحه کار وکړي او په بله ناسته کې دې د تشریح او تائید لپاره وړاندې کړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښارونو لپاره پلانونه جوړوي، چې اړونده ښاروالیانې یې د تطبیق مسؤلیت په غاړه لري او د کور او ښار جوړولو وزارت یې د ښه تطبیق په موخه څارنه هم کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۴ - ۱۲:۱۴
Background image

د هلمند ولایت د یتیمانو ښارګوټي د ودانیزو چارو څخه نظارت ترسره شو

۱۴۴۷/۱۲/۱۸

د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د یتیمانو ښارګوټي د ودانیزو چارو څخه تخنیکي نظارت او څارنه ترسره کړه.

د نظارت پر مهال څرګنده شوه چې د پروژې په بېلابېلو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۴ - ۱۱:۳۶
Background image

په هرات ولایت کې د جامع جومات د ترمیماتي چارو او د زبیده باغ د حوض د وضعیت ارزونه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۱۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د تخنیکي ټیم له لوري، د هرات ښار د ستر جامع جومات د ترمیماتي چارو او د زبیده باغ د تاریخي حوض د وضعیت ارزونه او څارنه ترسره شوه.

د څارنې پر مهال د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۴ - ۱۰:۵۴
Background image

مهاجرینو ته د استوګنیزو نمرو د وېش شمېر څه باندې اته دېرش زره ته پورته شو او دا لړۍ په چټکې دوام لري

۱۴۴۷/۱۲/۱۸

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې، تېره ورځ چهارشنبه په څلورو ولایتونو کې ۷۷۸ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو نمرې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت