د کابل ښار د شهرنو پارک اړوند سیمو کې د ساختماني پروژو تخنیکي څارنه ترسره شوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۵:۴۰
شهرنو

۱۴۴۷/۱۱/۲۷

د کور او ښار جوړولو وزارت، د ښاري سرغړونو او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د دوامدارو نظارتي پروګرامونو په لړ کې د کابل ښار د لسمې ناحیې اړوند د شهرنو پارک په بېلابېلو برخو کې د روانو ساختماني پروژو څخه ساحوي تخنیکي څارنه ترسره کړه.

یاده څارنه د اړوندو امریتونو د تخنیکي ټیمونو له لوري ترسره شوې، چې په ترڅ کې یې د ساختماني پروژو وضعیت، د منظور شوو ښاري پلانونو تطبیق او د نافذه قوانینو رعایت له نږدې وارزول شو.

د ارزونې پر مهال هغه پروژې وڅېړل شوې چې پکې د ښاري پلانونو د احتمالي سرغړونې، د ګاونډیانو د حریم د نقض او یا هم د غیرقانوني کړکیو د جوړېدو نښې موجودې وې.

 په همدې تړاو، د پروژو له مالکینو وغوښتل شول چې خپل رسمي اسناد، جوازونه او تخنیکي مدارک اړوند ریاست ته وسپاري، څو د دقیقې ارزونې او د منظور شوو پلانونو سره د مطابقت له تثبیت وروسته، د هر ډول سرغړونې په صورت کې لازم قانوني اقدامات ترسره شي.

د معلوماتو له مخې، په ساحه کې ساختماني چارې په عادي ډول روانې دي او تخنیکي ټیمونه د قانوني او تخنیکي معیارونو د رعایت په موخه دوامداره څارنه ترسره کوي.

د دغو څارنو اساسي موخه د ښاري پلانونو سم تطبیق، د غیرمعیاري تراکم مخنیوی، د ښاري بې‌ نظمۍ راکمولو، د ګاونډیانو د حقوقو او شخصي حریم ساتنه، د ساختماني کیفیت لوړول او د ښاري مدیریت پیاوړتیا بلل کېږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۵:۴۹
Background image

کابل ښار کې د قطر استوګنیز ښارګوټي د رغنیزو چارو له بهیر تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴/۱۲/۲۲

د کور او ښار جوړولو وزارت، د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست اړوند، د ساختماني او زیربنایي پروژو پر تطبیق د څار محترم ریاست تخنیکي او مسلکي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۵:۳۷
Background image

د کابل–بګرام سړک د ودانیزو چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۲۲

د نوي کابل ښار د عمومي ریاست د لارښوونې پر بنسټ، تخنیکي ټیمونو د کابل–بګرام سړک د ودانیزې پروژې له روانو چارو څخه څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د سړک په بېلابېلو برخو کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۳:۶
Background image

تازه؛ په اوو ولایتونو کې ۸۹۸ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنې نمرې ووېشل شوې

۱۴۴۷/۱۲/۲۲

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د مهاجرینو د دایمي مېشتېدنې او ځمکو وېش کمېټې له لوري، په اوو ولایتونو کې ۸۹۸ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنې نمرې ووېشلې.

د ورکړل. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت