د چخانسوری ولسوالۍ د سړک د جغل‌اچونې له چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۰:۴۱
چخانسوري

۱۴۴۷/۱۱/۱۳

د نیمروز ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم د چخانسوری ولسوالۍ د سړک د جغل‌اچونې له روانو چارو څخه ساحوي تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د نظارت پر مهال څرګنده شوه چې د جغل‌اچونې چارې په منظم ډول او د منظور شوي تخنیکي پلان مطابق روانې دي.

په اوسنۍ مرحله کې د سب ‌ګریډ موادو تخنیکي معیارونو مطابق مخلوط کول، د ټاکل شوې لارې په اوږدو کې د جغل هوارول او د درنو ماشین‌آلاتو څخه د کار په جریان کې د کیفیت د تضمین په موخه استفاده په منظم ډول جریان لري.

د تخنیکي څارنې په ترڅ کې د پروژې ټول فعالیتونه د نیمروز ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي ټیمونو تر دوامداره نظارت لاندې دي، څو د موادو کیفیت، د تخنیکي معیارونو رعایت او د کار پرمختګ د منظور شوي پلان سره سم ډاډمن شي.

د تخنیکي ارزونو له مخې، د جغل‌اچونې چارې د ښه نظم او معیاري تخنیکي اصولو په رعایت سره پر مخ روانې دي او تمه کېږي چې پاتې چارې به هم په ټاکلي مهالویش او معیاري ډول بشپړې شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۴:۴۳
Background image

کابل کې د خاکجبار ولسوالۍ د مهاجرینو ښارګوټي خط اچونه تر سره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۰۸

د کابل ولایت د خاکجبار ولسوالۍ اړوند د مهاجرینو ښارګوټي د خط اچونې عملي چارې پیل شوې، چې موخه یې راستنېدونکو او زیانمنو شویو مهاجرو کورنیو ته د مناسب استوګنځای برابرول او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۳:۴۴
Background image

د کندهار د جامعه عمر پراختیایي پروژې چارې په چټک او منظم ډول روانې دي

۱۴۴۷/۱۲/۸

کندهار کې د کور او ښار جوړولو محترم ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم په دغه ولایت کې د جامعه عمر پراختیایي پروژې د روانو چارو په تړاو ډاډ څرګند کړ.

جامعه عمر پراختیایي پروژه،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۲:۳۴
Background image

د کابل ښار ۱۵مې ناحیې اړوند د خواجه رواش او شیخ زاهد ښارګوټو له ساحو تخنیکي نظارت ترسره شو

۱۴۴۷/۱۲/۰۸

د ښاري تخلفاتود مخنیوي او د ساختماني پروژو د تطبیق د کنټرول عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د دوامدارو نظارتي پروګرامونو په لړ کې، د کابل ښار. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

6 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت