د نوي کابل ښار د لومړي فاز د اصلاح شوي جوړښتي پلان د لا ډېر دقت غوښتنه وشوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۳ - ۱۵:۲۶
وزارت شهرسازی

۱۴۴۷/۰۴/۲۲

د کور و ښآر جوړولو وزارت د ښاري چارو د محترم مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني، او د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پراختیا د محترم مرستیال مولوي ګل زرین صابر، په مشرۍ د یاد وزارت د تخنیکي کمېټې له غړو سره ګډه ناسته ترسره شوه. په دې ناسته کې د نوي کابل ښار د لومړي فاز د اصلاح شوي جوړښتي پلان په اړه هر اړخیز بحث او ارزونه وشوه.

د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدارعلي کریمي وویل، نوی کابل ښار د وزارت له مهمو او ستراتیژیکو پروژو څخه دی، نو له همدې امله باید د دې پروژې هره برخه په پوره دقت او مسلکي بنسټ ولاړه وي. ده زیاته کړه، په ښار جوړونه کې اساس د ښاري پلان او نقشې پر بنسټ ولاړ وي، دا نقشه باید د یو عصري ښار بېلګه وي چې د سیمې په کچه د نمونې حیثیت ولري.

همدارنګه، د مسکن ودانیزو چارو او د برامو د پراختیا محترم مرستیال مولوي ګل زرین صابر وویل، د وزارت ښاري متخصصین باید په ځانګړي ډول د دې پلان په برخه کې لازمه پاملرنه وکړي، څو یو معیاري، عصري او د راتلونکې اړتیاوو سره سم ښاري پلان وړاندې شي.

په ناسته کې د وزارت د بېلابېلو ریاستونو له استازو جوړه تخنیکي کمېټه، د نوي کابل ښار د جوړښتي پلان په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل. هغوی څرګنده کړه چې دا کمیټه د پخواني ماستر پلان، جوړښتي پلان او د څو ښارګوټو تفصیلي پلانونه څېړلي دي. د پخواني پلان په جوړښت کې ځینې تخنیکي نیمګړتیاوې موجودې وې، له همدې امله دا نوی پلان ترتیب شوی، تر څو هغه ستونزې له منځه یوسي.

د ناستې ګډونوالو خپلې نظریې او وړاندیزونه هم شریک کړل او ټینګار یې وکړ چې د جوړښتي پلان بدلونونه د زیربنایي پلانونو په بدلون هم اغېزه لري، نو باید د قوتونو، ضعفونو او محدودیتونو هر اړخ په پام کې ونیول شي.

په ناسته کې پرېکړه وشوه چې د نوي کابل ښار د لومړي فاز په اصلاح شوي جوړښتي پلان باندې لا ډېر دقت وشي، او دغه پلان به د چارو محترم ریاست ته د یو پریزنتیشن (ارزونې غونډې) له لارې وړاندې کېږي، چې پکې به د اړوندو ادارو متخصصین او د کابل پوهنتون د انجینرۍ پوهنځي استادان هم ګډون وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۳۶
Background image

د کابل–بګرام سړک د برېښنا لېږد د شبکې د مسیر د بدلون له چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د نوي کابل ښار عمومي ریاست اړوند تخنیکي ټیمونو د کابل ښار د ده سبز ولسوالۍ په سیمه کې د کابل–بګرام سړک د جوړیدو سره هم مهاله د برېښنا لېږد د شبکې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۳:۵۷
Background image

د کابل–بګرام عمومي سړک د جوړیدو چارې د پرمختګ په حال کې دي او ورځ بلې ته چټکتیا مومي

۱۴۴۷/۱۲/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت، د نوي کابل ښار پراختیا د محترم عمومي ریاست د لارښوونې پر بنسټ، تخنیکي ټیمونو د کابل– بګرام سړک د جوړیدو د پروژې له روانو چارو څخه څارنه او ارزونه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۲۳
Background image

په پنجشیر ولایت کې د زندان د ودانیزو چارو له جریان څخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۲۴

د پنجشیر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د تخلفاتو د مخنیوي او د پروژو د تطبیق د څارنې تخنیکي ټیم د زندان د ودانیزو چارو له جریان څخه څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت