د لوګر ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو د ښارګوټي د درېمې برخې د سړکونو د هوارولو او جغل اچونې چارې عملاً پیل شوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۵:۱۱
لوګر

۱۴۴۸/۲/۲۱

د لوګر ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو د ښارګوټي د دریمې برخې د زیربناوو د پیاوړتیا او د اوسېدونکو لپاره د تګ راتګ د اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه، د داخلي سړکونو د هوارولو او جغل اچونې چارې عملاً پیل شوې.

یادې چارې د کور او ښار جوړولو وزارت له منظور شویو تخنیکي پلانونو، انجنیري معیارونو او نافذه اصولو سره سم پر مخ وړل کېږي.

 د دغې پروژې موخه د ښارګوټي د دریمې برخې د ترانسپورتي شبکې معیاري کول، د اوسېدونکو لپاره د خوندي او اسانه تګ راتګ زمینه برابرول، د دوړو او موسمي ستونزو کمول او د سیمې د زیربناوو پیاوړتیا ده.

ټاکل شوې ده چې د دغو چارو له بشپړېدو وروسته به د ښارګوټي د دریمې برخې د اوسېدونکو د ورځني تګ راتګ ستونزې تر ډېره هوارې شي، د زیربنايي خدمتونو کیفیت به ښه شي او د ښارګوټي د منظمې ښاري پراختیا لپاره به مناسب شرایط برابر شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو ښارګوټو د زیربنايي پروژو پلي کول، د معیاري ښاري خدمتونو وړاندې کول او د مناسب او دوامدار ژوند چاپېریال رامنځته کول د خپلو مهمو کاري لومړیتوبونو څخه ګڼي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د کندز ولایت په مرکز عسقلان سیمې کې د مهاجرینو ښارګوټي تفصیلي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۲/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري د کندز ولایت د عسقلان ولسوالۍ د مهاجرینو ښارګوټي تفصیلي پلان، چې په ۳۲۹۴ جریبه ځمکه کې ترتیب. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۱:۱۴
Background image

د هرات ولایت د زنده‌جان ولسوالۍ د مهاجرینو ښارګوټي د دویمې برخې تفصیلي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۲/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري د هرات ولایت د زنده‌جان ولسوالۍ د مهاجرینو ښارګوټي د دویمې برخې تفصیلي پلان لاسلیک شو.

د یاد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۹:۴۲
Background image

د الشفاء روغتون د دویمې برخې د ودانیزې پروژې د کانکرېټ اچونې له بهیر څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او ښاري تخلفاتو ته د رسېدنې لوی ریاست اړوند د لابراتوار ریاست او د ودانیزو او زیربنایي پروژو د تطبیق د څارنې ریاست تخنیکي ټیمونو، د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

9 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت