د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د بېلابېلو ساختماني پروژو له چارو څخه څارنه وکړه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۴:۶
لابراتوار

۱۴۴۸/۳/۱۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او ښاري سرغړونو ته د رسېدنې عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې د اوو ساختماني پروژو له چارو څخه څارنه وکړه.

د استقلال ښارګوټي په پروژه کې د برېښنا مزو غځولو، د کندو ډکولو، د زینو او کاشي ‌کارۍ چارې وکتل شوې او قراردادي شرکت ته د چارو د کیفیت او د نقشې له مخې د کار د ترسره کولو سپارښتنه وشوه.

د الشفاء روغتون په پروژه کې د ډبره ‌کارۍ، خشتکارۍ، سرامیک او پلي ‌لارو د کارونو څارنه وشوه، همداراز د بنسټ د فشردګۍ ازموینه ترسره شوه چې پایله یې د ټاکل شوي معیار له مخې د قناعت وړ وه.

د مخابراتو وزارت د جومات په پروژه کې د تزئیناتي کچي ‌کارۍ، د منارونو د پلستر او د ودانۍ د باندې د راویزکارۍ چارې وکتل شوې.

د تهیه مسکن د دولس پوړیزو بلاکونو په پروژه کې د بهرنۍ زینې د مرمر ډبرو نصب او د ۱۱ او ۱۲ پوړونو د رنګمالۍ چارې تر څارنې لاندې ونیول شوې.

د قطر استوګنیز ښارګوټي په پروژه کې د داخلي او بهرني رنګمالۍ، د خونو پاک ‌کارۍ، د کړکیو د جالیو، لمریزې برېښنا تختو او د پلي‌لارو د کانکریټ‌اچونې چارې وکتل شوې او د کانکریټ نمونې هم واخیستل شوې.

د کابل ـ بګرام سړک په پروژه کې د بېرته ډکولو د فشردګۍ او د بنسټیزې طبقې د دانو د وېش ازموینې ترسره شوې.

همداراز، د لویې څارنوالۍ په پروژه کې د سرامیک، کاشي، رنګمالۍ، المونیمي کټارو، مرکز ګرمۍ او دروازو د نصب چارې وکتل شوې.

د څارنې په پای کې قراردادي شرکتونو ته سپارښتنه وشوه چې چارې د منظور شوو نقشو، تخنیکي معیارونو او د کار د کیفیت له اصولو سره سمې ترسره کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۵:۲۸
Background image

د کابل د پخوانیو ښارونو د تاریخي او لرغونو سیمو د پېژندنې او سروې بهیر له میربچه کوټ ولسوالۍ پیل شو

۱۴۴۸/۳/۲۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د پخوانیو ښارونو د ساتنې ریاست له لوري د کابل ولایت د ولسوالیو د تاریخي او لرغونو سیمو د پېژندنې، تخنیکي او ټولنیزې سروې او جغرافیایي موقعیت د تثبیت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۲:۱۹
Background image

د کابل ښار د خواجه رواش ښارګوټي له ښاري وضعیت څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۳/۲۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او ښاري سرغړونو ته د رسېدنې عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د محنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو د کاري پلان له مخې، د کابل ښار د پنځلسمې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۴:۱۷
Background image

په اقینې بندر کې د امارتي شرکت د دوو هنګرونو د جوړولو له چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۳/۲۲

د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د آقینې بندر په سیمه کې د امارتي شرکت د دوو هنګرونو د جوړولو له چارو څخه څارنه وکړه.

د څارنې پر مهال څرګنده شوه چې د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت