د ریاسة الوزرا محترم عالي مقام مالي او  اداري معاون او د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر له مل پلاوي سره، لوګر ولایت ته سفر وکړ

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۳۵
لوګر مهاجرین

۱۴۴۷/۱۱/۲۳

د ا.ا.ا د ریاسة الوزرا محترم عالي مقام مالي او  اداري معاون او د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدو عالي کمېسیون محترم مشرتابه الحاج مولوي عبدالسلام حنفي او د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني او ورسره مل پلاوي، لوګر ولایت ته سفر وکړ.

د دغه سفر موخه، په لوګر ولایت کې د راستنو شویو مهاجرینو ستونزې له نږدې ارزول او د حل لپاره یې پر اغېزمنو لارو چارو بحث او غور کول دي.

همداراز، له سیمه‌ییزو چارواکو، مسؤلو ادارو او یو شمېر راستنو شویو مهاجرینو سره ناستې او خبرې اترې ترسره شوې او پر ګډو همکاریو خبرې وشوې، چې څنګه کېدای شي د راستنو شویو مهاجرو ستونزې حل شي.

په دغه سفر کې د یاد پلاوي له لوري د مهاجرینو د استوګنې سیمې، د ځمکو د وېش بهیر، د خدماتو موجود وضعیت او د راستنو شویو کورنیو اړوند بېلابېلې ستونزې و ارزول شوې.

د سفر پر مهال راستنو شویو مهاجرینو خپلې ستونزې، غوښتنې او اړتیاوې له یادو مشرانو سره شریکې کړې، او د حل غوښتنه یې وکړه.

چارواکو ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت د راستنو شویو هېوادوالو ستونزو ته ځانګړې پاملرنه لري او هڅه کوي، څو د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ له لارې د هغوی د دایمي مېشتېدنې، او بنسټیزو خدمتونو د برابرولو لپاره لازم اقدامات ترسره شي.

همداراز، د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني څرګنده کړه، چې د مهاجرینو لپاره د معیاري ښارګوټو، د استوګنیزو نمراتو د وېش او د زیربنايي پروژو د پلي کېدو چارې به لا ګړندۍ شي، څو راستنېدونکې کورنۍ وکولای شي په مناسب چاپېریال کې خپل عادي او خوندي ژوند ته دوام ورکړي.

د یادونې وړ ده، چې د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري د راستنو شویو مهاجرینو د ستونزو د حل او د دایمي مېشتېدنې پروګرامونه د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې دوام لري او هڅه کوي، څو ټولو راستنېدونکو کورنیو ته د باعزته او هوسا ژوند زمینه برابره کړي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۱:۱۰
Background image

لوګر کې د مهاجرینو د ښارګوټي لپاره د توپوګرافۍ سروې ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۰۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای‌اېس ریاست تخنیکي ټیم، د لوګر ولایت مرکز اړوند د مهاجرینو د دوهم نمبر ښارګوټي د ساحې توپوګرافي سروې ترسره کړه.

یاده سروې د شاوخوا. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۹:۱۹
Background image

بدخشان کې د بام دنیا د اوسپنیز او کانکریټي پُل د جوړولو له چارو څارنه تر سره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۸

د بدخشان ولایت د فیض‌آباد ښار اړوند د بام دنیا سیمې د اوسپنیز او کانکریټي پُل د جوړولو پروژه، د دوامدار تخنیکي نظارت لاندې د منظور شوو تخنیکي اسنادو او انجینري معیارونو مطابق. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۸:۵۷
Background image

خوست کې د معتادینو د ۸۰ بستریز روغتون ودانۍ له ودانیزو چارو تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۰۸

د خوست ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د انجینري ټیم له لوري د عامې روغتیا ریاست اړوند د معتادینو د نوي ۸۰ بستریز روغتون ودانیز پروژې له روانو چارو تخنیکي نظارت ترسره شو.

د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

6 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت