د تاریخي ابداتو او لرغونو سیمو د تثبیت په موخه زنده‌جان او غوریان ولسوالیو ته سفر ترسره شو

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۹:۵۸
هرات

۱۴۴۷/۱۲/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند د پخوانیو ښارونو او تاریخي آبداتو د ساتنې ریاست تخنیکي ټیم له لوري د هرات ولایت د زنده‌جان او غوریان ولسوالیو ته د تاریخي آبداتو او لرغونو سیمو د تثبیت، ثبت او ارزونې په موخه رسمي سفر ترسره شو.

په دغه سفر کې د دواړو ولسوالیو له اړوندو سیمه‌ییزو مسؤلینو سره ناستې ترسره شوې، چې په ترڅ کې د سفر د موخې، د تاریخي آبداتو او لرغونو سیمو د تثبیت او ثبت د اهمیت او د ساتنې د ارزښت په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شول.

ټینګار وشو چې د یادو ولسوالیو په بېلابېلو سیمو کې موجودې تاریخي آبدې او لرغوني ځایونه باید د پخوانیو ښارونو او تاریخي آبداتو د ساتنې ریاست د تخنیکي معیارونو له مخې وپېژندل شي، تثبیت او ثبت شي، ترڅو د ساتنې، مستندسازۍ او راتلونکو مطالعاتو لپاره لازم بنسټونه برابر شي.

سیمه‌ییزو مسؤلینو د یاد پروګرام هرکلی وکړ او ژمنه یې وکړه چې په دې برخه کې به اړینه همکاري کوي.

همدارنګه پرېکړه وشوه چې په راتلونکو ورځو کې به د سیمې د مشرانو او استازو په ګډون تفصیلي ناستې ترسره شي، څو د تاریخي آبداتو او لرغونو سیمو د تثبیت او ثبت بهیر لا اغېزمن او منظم پر مخ ولاړ شي.

د یادونې وړ ده، چې د تاریخي میراثونو ساتنه او ثبت د هېواد د فرهنګي هویت د خوندیتوب مهمه برخه ده، او د کور او ښار جوړولو وزارت د پخوانیو ښارونو او تاریخي آبداتو د ساتنې ریاست له لارې د هېواد د تاریخي او فرهنګي شتمنیو د ساتنې او مستندسازۍ لړۍ په دوامداره توګه پر مخ وړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۳:۴۴
Background image

په پغمان ولسوالۍ کې د تېلو پمپ د پروژې تخنیکي سروې بشپړه شوه

۱۴۴۸/۲/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای ‌اېس ریاست تخنیکي ټیم د کابل ولایت، پغمان ولسوالۍ د قرغې عمومي سړک پر غاړه د یوه باب د تېلو پمپ د جوړېدو لپاره د ساحې توپوګرافي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۱۵
Background image

د فاریاب ولایت د خواجه موسی ولسوالۍ د تفصیلي پلان سروې او توپوګرافي پیل شوه

۱۴۴۸/۲/۱۲

د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د خواجه موسی ولسوالۍ د تفصیلي پلان د سروې او توپوګرافۍ د ترسره کولو په موخه یادې ولسوالۍ ته سفر وکړ.

د سروې د عملي چارو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۰:۲۰
Background image

د نوي کابل ښار په اډانه کې، د صنایع سبز  صنعتي ښارګوټي په پروژه کې د غیرپلاني ودانیزو فعالیتونو مخنیوی وشو

۱۴۴۸/۲/۱۱

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د ښاري تخلفاتو د مخنیوي محترم ریاست تخنیکي ټیمونو، د نوي کابل ښار د ده‌سبز سیمې په. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

9 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت