تازه؛ په اوو ولایتونو کې ۸۹۸ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنې نمرې ووېشل شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۳:۶
.

۱۴۴۷/۱۲/۲۲

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د مهاجرینو د دایمي مېشتېدنې او ځمکو وېش کمېټې له لوري، په اوو ولایتونو کې ۸۹۸ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنې نمرې ووېشلې.

د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، په ننګرهار ولایت کې ۳۰۵ کورنیو ته، په فراه ولایت کې ۱۰۶ کورنیو ته، په هلمند ولایت کې ۱۲۷ کورنیو ته، په غزني ولایت کې ۵۰ کورنیو ته، په نیمروز ولایت کې ۱۰۰ کورنیو ته، په پکتیکا ولایت کې ۱۰۰ کورنیو ته او په فاریاب ولایت کې ۱۱۰ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنې نمرې وسپارل شوې.

په ټوله کې د تیرې یکشنبې ورځې په جریان کې ۸۹۸ راستنو شویو کورنیو ته د دایمي استوګنې لپاره د ځمکو نمرې ووېشل شوې، چې تر دې مهاله د وېشل شوو نمرو ټول شمېر ۴۰۴۱۳ ته رسېدلی دی.

د مهاجرینو د دایمي مېشتېدنې او ځمکو وېش کمېټه ټینګار کوي چې د راستنو شویو هېوادوالو د ملاتړ، د دایمي مېشتېدنې او د ژوند د اسانتیاوو د برابرولو بهیر به په چټکۍ سره دوام ولري.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۱۴:۳
Background image

د کابل – بګرام سړک په مسیر کې د نوري فایبر شبکې د مسیر د ټاکلو په موخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او ښاري سرغړونو ته د رسېدنې لوی ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم، د خپلو دوامدارو فعالیتونو په لړ کې، د کابل –. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۱۱:۲۳
Background image

د زابل ولایت د شاه ‌جوی ولسوالۍ د بازار د توپوګرافۍ سروې بشپړه شوه

۱۴۴۸/۲/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي‌ای‌اېس ریاست تخنیکي ټیم د زابل ولایت د شاه‌ جوی ولسوالۍ د بازار د توپوګرافۍ سروې بشپړه کړه.

یاده سروې د سروې او جي‌ای‌اېس ریاست د کاري. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۸:۵۱
Background image

د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي او قانوني اسنادو د ارزونې څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او ښاري سرغړونو ته د رسېدنې لوی ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست د رسېدنې او عامه پوهاوي آمریتونو تخنیکي ټیمونو، د خپلو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت