ښارجوړولو او ځمکو وزارت کارکوونکو ته د کرونا واکسین تطبیق شو

Nasiri_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۴ - ۱۲:۹
کابل

د ښارجوړولو او ځمکو وزارت د رهبرۍ مقام په غوښتنه نن چهارشنبه د چنګاښ دويمه د عامې روغتيا وزارت د کرونا واکسین ټيم له لوري د ښارجوړولو او ځمکو وزارت کارکونکو ته د کرونا واکسین د تطبیق لړۍ پیل شوه. دا واکسین پر کرونا ناروغۍ د کارکوونکو د اخته کېدو د مخنیوي په موخه تطبیق کېږي.

د ښارجوړولو او ځمکو وزارت چارواکي د عامې روغتيا وزارت له لوري د دې واکسین د تطبیق هرکلی کوي وايي، د کرونا واکسین تطبیق د کارکوونکو لپاره خورا ډېر مهم دی او کارکوونکو ته د روغتيايي لارښونو د مراعاتلو سپارښتنه وکړه.

د ويلو ده چې د دې برنامې له لارې به هره ورځ د ښارجوړولو او ځمکو وزارت ۲۰۰ کارکوونکو ته د کرونا واکسین تطبیق او دا لړۍ به ټولو کارکوونکو ته د یاد واکسین تطبیق پورې دوام وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۵:۲۳
Background image

د زابل میزاني ولسوالۍ اداري ودانۍ پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

۱۴۴۸/۱/۲۸

د زابل ولایت د میزاني ولسوالۍ د اداري ودانۍ د جوړولو چارې بشپړې او یاده پروژه په رسمي ډول ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۳:۵۶
Background image

د شینډنډ کانالونو د جوړولو چارې تر تخنیکي څارنې لاندې روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲۸

د هرات ولایت د شینډنډ ولسوالۍ د معارف سړک شمالي کانال او د ښاروالۍ ریاست ودانۍ سویلي کانال د جوړولو له روانو چارو تخنیکي څارنه وشوه.

د څارنې پر مهال د کانال د اوسپنې تړلو، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۰:۵۷
Background image

د کابل–بګرام ستراتېژيک سړک د جوړولو چارې په څو برخو کې په چټکۍ روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، د نوي کابل ښار د پراختیا محترم عمومي ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم، د کابل–بګرام ستراتیژیک سړک د جوړولو او بنسټیزو چارو له روان بهیر څارنه وکړه،. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت