د کابل ښار د ۴۰ متره سړک له ودانیزې پروژې څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۳:۵۲
.

۱۴۴۸/۱/۲۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي لوی ریاست اړوند، د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د دوامدارو ساحوي څارنو په لړ کې د کابل ښار د پنځمې او دیارلسمې ناحیو ترمنځ د عرفاني ښارګوټي څخه د کمپنی تر پله د ۴۰ متره سړک له ودانیزې پروژې څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د سړک پلنوالی، د ښاري پلان تطبیق، د اسفالټ کیفیت، د اوبو ویالې، پلې‌لارې، د اوبو ایستلو سیستم، د تګ راتګ لارې او نور تخنیکي اړخونه وارزول شول.

د لومړنۍ ارزونې پر مهال د پروژې په ځینو برخو، په ځانګړي ډول د پلې‌لارو په جوړولو کې ځینې تخنیکي نیمګړتیاوې ولیدل شوې، چې د اصلاح او لا زیاتې پاملرنې په موخه د پروژې له تطبیقوونکي بنسټ سره شریکې شوې.

د دغې څارنې موخه د پروژې د معیاري تطبیق ډاډمنول، د ودانیز کیفیت لوړول، د ښاري معیارونو رعایت او د زیربنایي پروژو په پلې کېدو کې د هر ډول تخنیکي او ښاري سرغړونو مخنیوی دی.

د معیاري ښار جوړولو، د ښاري پلانونو د خوندي تطبیق او د ښاري نظم د پیاوړتیا په موخه، تخنیکي او ساحوي څارنې په دوامداره توګه ترسره کېږي، څو د ودانیزو چارو بهیر د نافذه قوانینو او تخنیکي معیارونو سره سم پر مخ ولاړ شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۵:۱۹
Background image

په هلمند ولایت کې معلولینو مجاهدینو ته د استوګنې نمرو د وېش لړۍ پیل شوه

۱۴۴۸/۲/۲۴

د اسلامي امارت د کابینې د محترم مقام د ۱۶مې مصوبې د حکم د تطبیق په موخه، په هلمند ولایت کې هغو مستحقو معلولینو مجاهدینو ته، چې د بدن دوه یا تر دوو زیات غړي یې معلولیت لري، د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۴:۱
Background image

د کابل ښار د تاریخي ودانیو د بیارغونې له روانو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د زړو ښارونو د ساتنې ریاست د ښاري جوړښتونو د تخنیکي څارنې ټیم د کابل ښار د لومړۍ ناحیې اړوند، د تیمورشاهي مقبرې څخه تر مرکزي پولي ‌کلینیک پورې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۱:۱۲
Background image

د لوګر ولایت د پوهنتون د ساحې د توپوګرافي سروې چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۲/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای‌ اېس ریاست تخنیکي ټیم د لوګر ولایت په مرکز کې د لوګر پوهنتون د ساحې د توپوګرافي سروې عملي چارې پیل کړې.

دغه سروې د یادې ساحې د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

9 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت