د کابل ښار د یوولسمې ناحیې له شنو ساحو څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۹:۴۶
یوولسمه ناحیه

۱۴۴۸/۱/۲۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي لوی ریاست اړوند، د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي او نظارتي ټیم د دوامدارو څارنو په لړ کې د کابل ښار د یوولسمې ناحیې د شنو ساحو له وضعیت څخه ساحوي تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د دغې څارنې پر مهال د نوي ښارګوټي د تېلو له ټانک څخه د شتل سړک تر امتداد او د تاجکانو سړک په اوږدو کې د شنو ساحو وضعیت وارزول شو.

 همدارنګه، د یادو سیمو له هټۍ ‌والو، د ساختماني موادو له پلورونکو، د لرګیو له سوداګرو، ورزشي مرکزونو او نورو مستأجرینو وغوښتل شول، چې د خپلو فعالیتونو اړوند ټول قانوني اسناد او جوازونه د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست ته وسپاري، څو له تخنیکي ارزونې او قانوني څېړنې وروسته لازم تصمیم ونیول شي.

د دې څارنې موخه د شنو ساحو ساتنه، د غیرقانوني استفادو مخنیوی، د ښاري قوانینو او مقرراتو د پلي کېدو ډاډمنول او د کابل ښار د نظم او ښکلا پیاوړتیا ده.

د ښاري نظم د ټینګښت، د نافذه قوانینو او مقرراتو د اغېزمن تطبیق او د معیاري ښاري پراختیا د تأمین په موخه، د تخنیکي او ساحوي څارنو لړۍ په دوامداره توګه روانه ده، ترڅو د ښاري اصولو د رعایت او د غیرقانوني ودانیزو فعالیتونو د مخنیوي لپاره لازم اقدامات ترسره شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۵:۱۹
Background image

په هلمند ولایت کې معلولینو مجاهدینو ته د استوګنې نمرو د وېش لړۍ پیل شوه

۱۴۴۸/۲/۲۴

د اسلامي امارت د کابینې د محترم مقام د ۱۶مې مصوبې د حکم د تطبیق په موخه، په هلمند ولایت کې هغو مستحقو معلولینو مجاهدینو ته، چې د بدن دوه یا تر دوو زیات غړي یې معلولیت لري، د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۴:۱
Background image

د کابل ښار د تاریخي ودانیو د بیارغونې له روانو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د زړو ښارونو د ساتنې ریاست د ښاري جوړښتونو د تخنیکي څارنې ټیم د کابل ښار د لومړۍ ناحیې اړوند، د تیمورشاهي مقبرې څخه تر مرکزي پولي ‌کلینیک پورې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۱:۱۲
Background image

د لوګر ولایت د پوهنتون د ساحې د توپوګرافي سروې چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۲/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای‌ اېس ریاست تخنیکي ټیم د لوګر ولایت په مرکز کې د لوګر پوهنتون د ساحې د توپوګرافي سروې عملي چارې پیل کړې.

دغه سروې د یادې ساحې د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

9 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت