د هرات ولایت د زنده‌جان ولسوالۍ د مهاجرینو ښارګوټي د دویمې برخې تفصیلي پلان لاسلیک شو

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۱:۱۴
herat

۱۴۴۸/۲/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري د هرات ولایت د زنده‌جان ولسوالۍ د مهاجرینو ښارګوټي د دویمې برخې تفصیلي پلان لاسلیک شو.

د یاد پلان د معلوماتو له مخې، د ښارګوټي د دویمې برخې عمومي ساحه ۶۰۰۰ جریبه ده، چې له دې جملې څخه ۱۹۵۷ جریبه ځمکه د پخواني پلان تر پوښښ لاندې او ۴۷۴۳ جریبه ځمکه د نوې طرحې لپاره ځانګړې شوې ده.

په تفصیلي پلان کې د پخواني پلان له مخې ۱۰۷۹ استوګنیزې نومرې او د نوې طرحې له مخې ۷۴۲۸ استوګنیزې نومرې په پام کې نیول شوې، چې په ټولیز ډول د استوګنیزو نمرو شمېر ۸۵۱۷ ته رسېږي.

همدارنګه، د ښارګوټي د اړتیاوو له مخې د اداري، خدماتي، تجارتي او نورو اړینو برخو لپاره هم ځانګړې ساحې په تفصیلي پلان کې شاملې شوې دي، ترڅو د استوګنې ترڅنګ د اړینو ښاري خدمتونو د وړاندې کولو لپاره مناسب چاپېریال رامنځته شي.

د یاد تفصیلي پلان له ترتیب او تصویب سره به د زنده‌جان ولسوالۍ په دغه ښارګوټي کې د مهاجرینو او بېرته راستنېدونکو لپاره د منظمې استوګنې، د ځمکې د معیاري تنظیم او د اړینو ښاري خدمتونو د پراختیا زمینه لا ښه برابره شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۵:۲۸
Background image

د کابل د پخوانیو ښارونو د تاریخي او لرغونو سیمو د پېژندنې او سروې بهیر له میربچه کوټ ولسوالۍ پیل شو

۱۴۴۸/۳/۲۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د پخوانیو ښارونو د ساتنې ریاست له لوري د کابل ولایت د ولسوالیو د تاریخي او لرغونو سیمو د پېژندنې، تخنیکي او ټولنیزې سروې او جغرافیایي موقعیت د تثبیت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۲:۱۹
Background image

د کابل ښار د خواجه رواش ښارګوټي له ښاري وضعیت څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۳/۲۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او ښاري سرغړونو ته د رسېدنې عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د محنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو د کاري پلان له مخې، د کابل ښار د پنځلسمې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۴:۱۷
Background image

په اقینې بندر کې د امارتي شرکت د دوو هنګرونو د جوړولو له چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۳/۲۲

د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د آقینې بندر په سیمه کې د امارتي شرکت د دوو هنګرونو د جوړولو له چارو څخه څارنه وکړه.

د څارنې پر مهال څرګنده شوه چې د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت