د قطر استوګنیز ښارګوټي له پروژې څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۹:۲۹
قطر

۱۴۴۸/۱/۲۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي لوی ریاست اړوند، د لابراتوار ریاست رئیس او تخنیکي ټیم د دوامدارو تخنیکي څارنو په لړ کې د قطر استوګنیز ښارګوټي له روانو ودانیزو چارو څخه ساحوي څارنه ترسره کړه.

د څارنې په ترڅ کې د پروژې د خاورې د کیفیت ارزونې لپاره د رېنو لابراتوار څخه هم لیدنه وشوه او د پروژې اړوند تخنیکي ازموینې وارزول شوې، ترڅو د ساختماني چارو کیفیت د منظور شویو تخنیکي مشخصاتو او معیارونو له مخې ډاډمن شي.

د څارنې په پای کې، د لابراتوار ریاست د تخنیکي ټیم له لوري قراردادي شرکت ته لازمې تخنیکي سپارښتنې وشوې، څو د پروژې ټولې چارې د قرارداد، تخنیکي مشخصاتو، ملي معیارونو او ساختماني اصولو سره سم، په لوړ کیفیت او ټاکلي مهالوېش ترسره شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د ودانیزو پروژو د کیفیت د لوړولو او د تخنیکي معیارونو د دقیق تطبیق په موخه د ورته پروژو له بهیر څخه خپلو تخنیکي څارنو ته دوام ورکوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۵:۱۹
Background image

په هلمند ولایت کې معلولینو مجاهدینو ته د استوګنې نمرو د وېش لړۍ پیل شوه

۱۴۴۸/۲/۲۴

د اسلامي امارت د کابینې د محترم مقام د ۱۶مې مصوبې د حکم د تطبیق په موخه، په هلمند ولایت کې هغو مستحقو معلولینو مجاهدینو ته، چې د بدن دوه یا تر دوو زیات غړي یې معلولیت لري، د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۴:۱
Background image

د کابل ښار د تاریخي ودانیو د بیارغونې له روانو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د زړو ښارونو د ساتنې ریاست د ښاري جوړښتونو د تخنیکي څارنې ټیم د کابل ښار د لومړۍ ناحیې اړوند، د تیمورشاهي مقبرې څخه تر مرکزي پولي ‌کلینیک پورې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۱:۱۲
Background image

د لوګر ولایت د پوهنتون د ساحې د توپوګرافي سروې چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۲/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای‌ اېس ریاست تخنیکي ټیم د لوګر ولایت په مرکز کې د لوګر پوهنتون د ساحې د توپوګرافي سروې عملي چارې پیل کړې.

دغه سروې د یادې ساحې د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

9 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت