خوست کې د معتادینو د ۸۰ بستریز روغتون ودانۍ له ودانیزو چارو تخنیکي څارنه ترسره شوه
۱۴۴۷/۱۲/۰۸
د خوست ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د انجینري ټیم له لوري د عامې روغتیا ریاست اړوند د معتادینو د نوي ۸۰ بستریز روغتون ودانیز پروژې له روانو چارو تخنیکي نظارت ترسره شو.
د څارنې پر مهال څرګنده شوه چې د ودانۍ په ساحه کې د چت د ایزوګام له پاسه د کانکریټي کارونه روان دي، چې د تخنیکي معیارونو او منظور شوې نقشې مطابق و ارزول شول.
ساحوي انجینر ته د کارونو د لا ښه والي په موخه لازم تخنیکي نظرونه او سپارښتنې شریکې شوې، او همداراز قراردادي شرکت ته هدایت ورکړل شو چې د پروژې ټولې چارې د نظارت کوونکو انجینرانو سره په همغږۍ، د نقشې، مشخصاتو او انجینري نورمونو په پام کې نیولو سره ترسره کړي.
د یادې پروژې د چارو نظارت د تخلفاتو د مخنیوي او د کیفیت د لوړوالي په موخه د تخنیکي ټیم له لوري دوام لري او اوسمهال کارونه په ښه کیفیت روان دي.
